IQNA

فرقه پالې او درز اچونکي دسیسې دشیعه اوسني په اتحاد سره ناکامیږي

15:08 - November 05, 2022
د خبر لمبر: 3486411
ایکنا-(تهران)د الازهر شیخ استاد احمد الطیب دنړۍ په ځينو سیمو کې مذهبی تاؤتریخوالو ته په اشارې سره ووئيل،د فرقه پالو شخړو او فتنې سره د مقابلې لپاره  د شیعه او سني مسلمانو  عالمانو ترمینځ خبرې اترې د وخت ضرورت دی

ایکناخبری اژانس د القاهره ۲۴خبری سایټ له قوله راپور راکړ، د الازهر شیخ د؛ د انساني ګډ ژوند لپاره د ختیځ او لویدیځ شعار په شعار سره د بحرین د خبرواترو په کنفرانس کې په خپلې وینا کې د شیعه او سني عالمانو په شتون سره د اسلامی فرقو د عالمانوترمینځ دکوټلو او جدي خبرواترو غوښته وکړه.

شیخ احمد الطیب په دغه کنفرانس کې  چې د نړۍ د کاتولیکانو د رهبر پاپ فرانسیس په شتون سره په منامې کې ترسره شوه ،ووئيل، زه او  د الازهر لوي عالمان او دمسلمانو حاکمانو شورا د زړه له کومې  او په ورین تندی سره تیار یوو څو  له خپلو  شیعه مسلمانو وروڼو سره په یوه دسترخوان کیښنم:

احمد الطیب زیاته کړې ،په نړۍ کې له درستو اسلامی عالمانو غواړم  له مذهبی،پرګنیزو او مکتبي اختلافاتو په ختمولو سره دې زرترزره  د یوه بل د پيژندګلوۍ ،نزدیکت او وحدت لپاره د اسلامی مذهبونو ترمینځ دجدي خبرواترو لپاره  عملي ګامونه پورته کړي.

هغه دې ته په اشارې سره چې   له دغې ناستې څخه موخه  له تیر وخته تیریدا اود اسلام پیاوړتیا او دا سلامی دریځونو یووالی د، وړاندیز وکړ،چې غلیمانه اونفرت خورونکي اوتکفیری ویناوې دې سملاسي ختمې شي. احمد الطیب همداراز په ټولو بڼو سره د تاریخي او اوسمهالو اختلافاتو څخه دتیریدا په ضرورت ټينګار وکړ او وې وئيل،  داختلاف او درز چغې ته غوږ کیښودل، دملی او فرقه پالو شخړو ته د لمن وهلو لپاره له دینه ناوړه استفاده، د حکومتونو په چارو کې ګوتې وهل ، دحاکمیّت کمزوری کول  او د دوي دټاټوبو غصبول پر مسلمانانو حرام دي.

https://iqna.ir/fa/news/4096957/%D8

captcha